د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د روزنیز ورکشاپ څخه د ۲۰ تنه نويو ګمارل شویو کارکوونکو فراغت

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۲:۳۸
تصدیق

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ۲۰ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي د اداري مراسلاتو روزنیز ورکشاپ څخه چې د یاد وزارت د کلیو پراختیا انسټیټوټ له خوا د دوو اونیو لپاره دایر شوی و، فارغ شول او نن د یوې غونډې په ترڅ کې خپلي تصدیق نامې ترلاسه کړلي.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او د وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل، د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام رئیس مولوي بخت منیر، یو شمیر مرکزي او ولایتي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړي وو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم د فارغ شویو کارکوونکو د تشویق او ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره لنډمهاله روزنیز پروګرامونه دایروي.

په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د انسټیټوټ رئیس مولوي خيال محمد عاصم میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې ډیر ژر به د وزارت کارکوونکو ته د ادارې په برخه کې روزنیز پروګرامونه دایر کړي. 

دغه غونډه د تصدیق نامو په ویش او په دوعا کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS