د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د افغانستان د حفظ الصحې ملي سټراټیژۍ مسودې د نهايي کولو په موخه د دوه ورځني ورکشاپ پیل

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۹:۳۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې د افغانستان د حفظ الصحې ملي سټراټیژۍ مسودې د نهايي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې او ښار جوړونې وزارتونو، ښاروالۍ، د یونیسف ادارې او نورو خیریه مؤسسو استازو ګډون کړي دي.

د یاد ورکشاپ پیل د قران عظیم الشان په  څو مبارکو آیتونو سره وشو.

ورپسې د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس مولوي بخت منیر محمد میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه ورکشاپ د دایرولو او د بحث وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دا سټراټيژي د یونیسف ادارې د واش پروګرام له لارې پلي کیږي چې په نوموړي سټراټيژي کې باید دیني او اسلامي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وشي او په تطبیق کې يې صادقانه همکاري ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه د دې سټراټیژۍ په پلي کولو سره به کلیوال له وژونکو ناروغیو څخه وژغورل شي او د حفظ الصحې په مراعاتولو سره به له مادي او ځاني زیانونو څخه خوندي شي.

وروسته د عامې روغتیا وزارت د ملي انسټیټوټ رئیس ډاکټر تاج ملوک صمیم او د پوهنې وزارت د ښوونځیو د روغتیا سلاکار ډاکټر امرخیل د حفظ الصحې او په ورځني ژوند کې د هغې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

دغه ورکشاپ د دوو ورځو لپاره دوام لري او د ګډونوالو له خوا د کلیوالي حفظ الصحې په هکله بیلابیل پریزنټیشنونه وړاندې کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۳
Background image

د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د ( ۹،۷۹ ) کیلومتره سړک د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په داسي حال چې د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوی محمد قاسم اميني او د لوگر د کلیو د بیارغونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

BACK TO NEWS