د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په هرات ولایت کې (١۹) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۳:۳۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په هرات ولایت کې د څه باندې (٦٠)میلیونه افغانیو په لګښت په(١٩) ولسوالیو کې (١۹) چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې د (٧) چیک ډیمونو د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې يې عملا چاري پیل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي،د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رياست رئیس مولوي عبدالسلام هجرت، د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رياست رئیس ملا محمود ثاني، د یاد ولایت یو شمیر مسؤولینو، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS