د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په نیمروز ولایت کې (۵) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۳:۴۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په نیمروز ولایت کې د څه باندې (۱۵)میلیونه افغانیو په لګښت (۵) چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې د (۲) چیک ډیمونو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد  وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې عملا پیل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي،د ولایت مقام مرستیال الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني، د دغه ولايت قومندان امنیه حاجې سردار ایوبي، يوشمير مسؤلينو، د هلمند ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست رئيس ملا محمود ثاني، د هرات ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست رئيس ملا عبدالسلام هجرت، د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رياست رئیس ملا محمد حق بشیر، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS