د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یونیسف له استازو سره وکتل

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۶:۱۸
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي ښاغلي فران اکویزا، د یونیسف ادارې د واش پروګرام رئیس ډومینګ پورتویت او د واش پروګرام کارپوه حبیب الرحمن سره لیدنه وکړه.

 په یاده لیدنه کې وزیر صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې مونږ د یونیسف ادارې له دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې په سختو حالاتو کې تاسو تر بیوزلو او اړمنو افغانانو پورې خپلې مرستې رسولي او جاري مو ساتلې  او د یونیسف ادارې له استازو سره يې د پروژو د پلې کولو په برخه کې د چټکتیا او  اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

همدرانګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نوموړو ستونزې واوریدې او زیاته یې کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم به ستاسو سره هر اړخیزه همکاري کوي.

 ورپسې د یونیسف ادارې او واش پروګرام استازو وویل چې مونږ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په پوره همغږۍ چارې ترسره کوو او همداراز يې د مرستو دوام ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې یونیسف اداره غواړي د یاد وزارت په همکارۍ سره خپلې لازمې مرستې د هېواد تر هر کلي او هرې سیمې پورې ورسوي.

 د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS