د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت د لسو ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۴۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت د لسو ولسوالیو له ولسوالانو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د زابل ولایت ولسوالانو وزیر صاحب ته د خپلو ولسوالیو ستونزې بیان کړې، دوی وویل چې د تېرې ادارې په وخت کې زابل ولایت ډیر ځپل شوی او هیڅ پاملرنه نه ده ورته شوې چې اوسیدونکي يې د سړکونو د خرابوالي او د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.

دوی له محترم وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه څو د سړکونو د جوړولو او د څښاک پاکو اوبو د برابرولو استنادي دیوالونو د جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د ښه را غلاست تر څنګ د زابل ولایت د ولسوالانو ستونزې په غور واوریدې او و یې ویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپلو امکاناتو سره سم د همدې ولایت ستونزو ته رسیدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS