د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۱۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې رسنیو ته وړاندې کړې

په یاد خبري کنفرانس کې د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شراف الدین مسلم د دفتر رئيس مولوي میرزا محمد شکیب، مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو

د یاد خبري کنفرانس په پيل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده خپله ارزښتناکه وینا وکړه او ويې ویل: خوښ یو چې یو ځل بیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو کلنې لاسته راوړنې رسنیو او خپل دردیدلي مجاهد ولس ته وړاندې کوو، دا د نیکمرغۍ ځای دی چې د تېر کال په اوږدو کې موږ د پراختیا بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیتونه درلودل.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئيس مولوي میرزا محمد شکیب د یاد وزارت د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندي کړ.

یاد خبري کنفرانس د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS