د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې په غزني ولایت کې د خوراکي توکو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د HALO مؤسسې له خوا د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دال او یو پاکټ مالګه شامله ده.