د کلیو د بیارغوني او پراختیا سرپرست وزیر د کندهار له والي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۲۰:۲۲
1

د چهارشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کښي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده د کندهار له والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب سره وکتل، چي پرمهال ئې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند د تدارکاتو رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم او حاجي قاري عبدالسلام عمري هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کښي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده وویل، د کندهار په دوو ولسوالیو ډنډ او دامان کي ئې تازه ۱۱ کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل او همدا راز ئې په ارغنداب ولسوالۍ کې د دریو ویالو پر جوړولو کار پيل کړي، چي اوس خورا په چټکۍ سره دوام لري، چي په خبره ئې، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله ته ئې وړاندیزونه کړي، ترڅو ډېر ژر په نورو ولسوالیو کي هم د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې کارونه پيل کړي.

د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده او د یاد وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي فضل‌الرحمن عاصم ته ښه راغلاست ووایه او مننه ئې تري وکړه، چي د کندهار په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالیو کښې ئې بېلابیلې پروژې تطبیق کړي او په خپلو خبرو کښې ئې لومړی د کندهار بېلابیلي لیري پرتې ولسوالۍ او سیمي ورته په ګوته کړې، چي باید د پراختیا او بیارغوني په برخه کي پروژې پکښي تطبیق شې او غوښتنه ئې وکړه، ترڅو د کلیو د بیازغونې او پراختیا وزارت  په یادو ولسوالیو او سیمو کښې د پراختیا او بیارغوني په برخه کښې خپله پاملرنه ډېره کړي.

کندهار والي د خپلو خبرو په وروستیو کي د کندهار په ټولو ولسوالیو کښې د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د ټولو پروژو د تطبیق او چارو د ښه پرمختګ په برخه کښې د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

نن د افغانستان لپاره د ملل متحد په چوکاټ کي د UNOPS مشر ښاغلی نیکولاست جورج او ورسره مل پلاوي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندازاده سره د خپل کار په دفتر کي وکتل

د مجلس په پيل کي د UNOPS مشر ښاغلی نیکولاست جورج وویل: زموږ ۷۶۵۰۰ پروژې د هېواد د ۲۶ ولایتونو په ۷۰ ولسوالیو کې پلي کیږي، د ځینو پروژو چارې عملا روانې دي او ځینې به په راتلونکي کې پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۴۷
Background image

په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مشره شاویلی) او ورسره مل پلاوي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندازاده سره وکتل

 په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام مشرې وویل: زمونږ هدف په افغانستان کې بېوزله او اړمڼو خلکو ته مرستې رسول دي. مونږ د افغانستان په  ټولو ولایتونو کې له بېوزله او مستحقو کورنیو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د ا.ا.ا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده سره وکتل

د دغه پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې ورسره د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، د «Save the children»  مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو. . .

BACK TO NEWS