د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د کلیوالي تولیداتو ستر نندارتون جوړ کړي

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۹:۲۸
قندهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د جلالتمآب رییس جمهور د هدایاتو سره چې په کندهار ولایت کې باید د کلیوالي مېرمنو د تولیداتو د انکشاف او پراختیا په موخه باید لازم اقدامات ترسره شي، وپتېيله چې په لومړي قدم کې د دوی د تولیداتو د بازارموندنې او پرمختیا لپاره د هېواد د ټولو زونونو په کچه د کلیوالي تولیداتو ستر نندارتون په کندهار کې جوړ کړي.
په دې نندارتون کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه کلیوال متشبثین خپل توکي لکه لاسي صنایع، خوراکي توکي، زینتي توکي او قیمتي ډبرې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کوي.
ځای: د عینو مېنه، دوهمې فوارې تر څنګ، د حوض پارک
وخت: د روان کال د قوس مياشتې، ۱۲مه، ۱۳مه او ۱۴مه
یادونه: د نندارتون درېیمه ورځ یوازې او یوازې د مېرمنو لپاره ځانګړې شوېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS