د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو نوي ټاکل شوي معین د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام څخه لیدنه وکړه

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۰:۵۱
معین برنامه ها

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو نوي ټاکل شوي معین ښاغلي شهزار ځدراڼ د وزارت د پروګرامونو څخه د لیدنو په لړ کې دا وار، د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام له مشرتابه او ټولو مرکزي کارمندانو سره ناسته ترسره کړه او د یاد پروګرام د فعالیتونو په څرنګوالي يې خبرې وکړې.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا اجرایوي رییس رحمت‌الله قریشي په دې ناسته کې ښاغلي ځدراڼ  ته د برنامو د معین په توګه د مبارکۍ تر څنګ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پروګرام په عمومي موخو، لاسته‌راوړنو او ننګونو خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې، د برنامو معین ښاغلي ځدراڼ د یاد پروګرام د لا ښه پلي‌کېدا په موخه یو لړ لازمې سپارښتنې او سلامشورې د پروګرام له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د پروګرام د مشرتابه له لوري یې د ترسره کېدا ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS