د مالیي وزارت د ګمرکاتو او عوایدو نوي ټاکل شوي معین د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له کارکوونکو سره خدای په اماني وکړه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۵:۴۴
وزارت

د خداي په امانۍ په دې مراسمو کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  له عیسي قدرت مننه وکړه، چې په اوږدې کاري تجربې، چې د پرمختیا  په سکتور کې یې لري د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معینیت چارې ښې مدیریت کړې او د نوې  مسوولیت په برخه کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه.
محمد عیسي قدرت په خپلو  خبرو کې  د هېواد جمهور رئیس او د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزیر له باور او ښې همکارۍ  مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په ټول توان به هڅه کوي، چې د دولت عواید په ښه بڼه کنټرول او مدیریت کړي، چې په راتلونکو څو کالونو کې د هېواد پر ځان بسیا کېدو هدف ته ورسیږي.
باید یاده شي، چې محمد عیسي قدرت د ۱۳۹۷ کال د وږي میاشتې په لسمه نېټه د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین  وټاکل شو او د ۱۳۹۸ کال، د مرغومي په څلورمه نېټه دمالیې سرپرست وزیر دوکتور همایون قیومي او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  لخوا  د مالیې وزارت کارکوونکو ته د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو د معین په توګه ور وپيژندل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS