د مالیاتو د ورکړې اوونۍ نمانځغونډې په ویاړ جوړ شوي نندارتون کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام د ګټه اخیستونکو ګډون

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵
نمایشگاه

د ماليې وزارت په دې موخه چې د مالیاتو د ورکړې قانون په افغانستان کې حاکم او د هېوادوالو ترمنځه کلتور وګرځي، د هېواد په کچه د خصوصي سکتورونو د تولیداتو او محصولاتو لپاره درې ورځنۍ نندارتون د کابل په بادام باغ کې جوړ کړ.
په‌ دې نندارتون کې چې د مالیاتو د ورکړې اوونۍ تر نامه لاندې د مالېې وزارت په کوربه ‌توب جوړ شوی‌ و، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام یو شمېر ښځینه متشبثینو هم خپل لاسي تولیدات او خوراکي توکې نندارې او پلورنې ته وړاندې کړل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي له ماليې وزارت څخه د دې نندارتون د جوړولو په مناسبت د مننې ترڅنګ وویل: « افغانستان د یو داسې هېواد په توګه چې د ودې په حال کې دی، له بل هر وخت څخه د مالیاتو د منظمې ورکړې سیستم ته اړتیا لري، د مالیاتو د ورکړې اوونۍ نمانځل او د داسې نندارتونونو جوړول په دې لار کې د دې سترې موخې په ترلاسه کولو کې ډېر ګټور دي
د ماليې وزارت سرپرست وزیر ښاغلی محمد همایون قیومي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلی نصیر احمد دراني، د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال محمد یونس مومند او د صنایعو او معادن خونې رییس شېر باز کمین‌ زاده هم په دې مراسمو کې حضور درلود، چې د مالیاتو د ورکړې د منظم سیستم په ګټورتیا یې د غونډې برخوالو ته ویناوې وکړلې او د هېواد په اقتصادي وده کې یې د مالیاتو ورکړه اغیزمنه یاده کړله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS