د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د سړک د ترمیم چارې بشپړې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د شغني او بیدي کوتلونو د (۵۰) کیلومتره سړک د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په یاد سړک کې (۷۴۰) تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې په بشپړیدو سره يې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې.