د سولرونو په برخه کې د شرکتونو د ثبت او ډیټابیس د پروسې خبرتیا(اعلان)

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د جوړ شوي لارښود له مخې د خپلو سولري پروژو لپاره چې د اړوندو ریاستونو  له خوا د تدارکاتو ریاست ته د قرار داد په موخه استول کیږي د سولرونو په برخه کې د هیواد په کچه وړ شرکتونه د لارښود سره سم  ثبت او ډیټابیس کړي او په راتلونکي کې د همدې شرکتونو له لارې د داوطلبۍ بهیر پر مخ یوسي،  اعلان ته سپاري.

ټولو پر شرایطو برابر شرکتونو ته بلنه ورکول کیږي ترڅو د ( د جوړ شوي لارښود سره سم د سولري شرکتونو د ثبت او ډیټابیس کولو ) په  پروسه کې ګډون وکړي او علاقمند شرکتونه کولای شي  یاد لارښود د وزارت ویب سایټ، ټویټر او فیسبوک پاڼې څخه ترلاسه او همداراز تاسو کولای شئ د جوړ شوي لارښود هارډ کاپي یا سافټ کاپي/ د میموري یا فلش ډیسک له لارې  په فزیکي ډول د تداراکات ریاست، د تدارکاتي توکو او غیر مشورتي خدماتو آمریت څخه ترلاسه او د جوړ شوي لارښود د  شرایطو سره سم دې خپل ضروري اسناد د خبرتیا د نیټې د خپرولو څخه د ۳۰ دېرش کاري ورځو په جریان کې د سهار ۹:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۳:۰۰ بجو پورې په دې پتې مونږ ته تسلیم کړي .

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست، د تدارکاتي توکو او غیرمشورتي خدماتو آمریت، د دارالامان واټ نیله باغ سړک کابل افغانستان.

د اړیکې شمیره: 0202520213  - 

په درنښت

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت

نورې داوطلبی

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۰
Background image

د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ ( (50)  عراده هندا ډول جاپاني موټر سایکلونو او (50) عراده . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۸:۵۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو د شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ ( (50)  عراده هندا ډول جاپاني موټر سایکلونو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو د شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ (58) قلمه . . .

Back to tenders