د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د کاریز جوړولو چارې روانې دي

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په زابل ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د پروژې کار چې نږدې ۳ میلیونه افغانۍ لګښت لري ۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په لړ کې چې د افغانستان دولت له لوري یې لګښت ورکول کیږي، د یاد ولایت د شینکۍ ولسوالي په شینکي کلي کې د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې او د اوبو لګولو کانال په پاخه ډول جویږي.
د یادې پروژې د تطبیق د بهیر پر مهال ۱۲۱۹ کاري ورځې رامنځته کیږي چې له بشپړیدو وروسته به د سیمې ۱۵۴۰ کسه ترې ګټه پورته کړي او ۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه به د اوبو کولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.