د روان ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د ۱۰ زره او ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې
د روان ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو لکه بادغیس، بغلان، بامیان، دایکنډي، غور، هلمند، کندوز، ننګرهار، نورستان، پروان، تخار، وردګو او زابل ولایتونو کې د څښلو د اوبو ۳۷ پروژې بشپړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شویو پروژو په جوړېدو او ګټې اخیستو سره، په پورته ذکر شویو ولایتونو کې د څه باندې ۱۰ زره او ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.
په دغو پروژې کې:
• د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ او مرکز، د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ، د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت په رودات، کوټ، او نازیانو ولسوالیو، د بادغیس ولایت په قادس او ابکمري ولسوالیو، د غور ولایت په فیروزکوه ، د کندوز ولایت په روستاق اباد ولسوالۍ، د زابل ولایت په مرکز قلات ، او د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۲۱ شبکو جوړول؛
• د هلمند ولایت په نهرسراج، ناوه او نادعلي ولسوالیو کې د اتو ژورو څاه ګانو جوړول او
• د تخار ولایت په روستاقاباد ولسوالۍ کې د ۱۰ ژورو څاه ګانو او د وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ۱۴ نورو کیندل شامل وو.
په دغو پروژو باندې ټولټال ۹۳مېلیونه، ۵۹۰ زره او ۴۴۹ افغانۍ لګښت راغی چې ۴۴مېلیونه، ۲۹۳زره او ۱۲۳ افغانۍ یې د مالیې وزارت له لوري او پاتې ۴۹مېلیونه، ۲۹۷ زره او ۳۲۶ افغانۍ د یونیسف له لوري ورکړل شوې.
په دې سربېره، د حفظالصحې او نظافت د پاکوالي د تعلیماتو څانګې ددې میاشتې په لړ کې په ننګرهار، بادغیس، غور، دایکنډي، پکتیا او هلمند ولایتو نو کې ۱۱۱ کلي په خلاصه فضا کې له رفعحاجت نه پاک تصدیق کړي او ۲۳۵ نور یې پاک تایید کړي دي. په دغو ولایتونو کې د ځايي خلکو لخوا ۲۳۱ مبرزونه جوړ او ۸۴۶ نور دودیز مبرزونه اصلاح شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د ملي پروګرام له لوري تطبیق شوې دي.
