د۱۷ ولایتونو لپاره د څه باندې۴۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۷ پرمختیایي پروژو د هوکړه لیک لاسلیک

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۱۱:۲۸
کنفرانس مطبوعاتی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د سه شنبې په ورځ (۳ چنګاښ) له اړوندو پرمختیایي شوراګانو سره د څه باندې ۴۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۷ پر مختیایي پروژ و هوکړه لیک لاسلیک کړ.ښاغلي کریمي په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل:
دا پروژې به د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې چې بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کابل،غزنی، کندهار، خوست، کونړ، کندز، لوګر، پکتیا،پنجشیر،پروان، سرپل، سمنګان او تخار دي پلې او ۱۰۲ زره کاري ورځې به را منځته کړي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر  په وینا په دې پروژو کې ۸ داوبو لګولو کانالونه،۱۷ محافظوي دیوالونه،۱۱ ګبیون ډوله دیوالونه،د دویمې درجې دیو سړک جوړول،د ۵ کاریزونو جوړول،د پلونو او پلچکونو ۴ پروژې د یوه استنادي دیوال جوړول، د کانکریټي سړکونو دجوړولو ۴ پروژې، دسولري پمپ یوه پروژه، د بولډروالونو ۴ پروژې او د اوبو دیوې زیرمې جوړول شامل دي، چې د هیواد ۱۳۲ زره کلیوال به ترې ګټه پورته کړي.
ددې پروژو له ډلې ۴۲ پروژې له ملي بودیجې ، ۱۴ نورې یې د نړیوال پرمختیایي صندوق او یوه یې د هندوستان هیواد له لوري تمویل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې یادې پروژې به د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو دهمغږۍ د دفتر تر سیوري لاندې تنظیم او د پرمختیایي شوراګانو له لوري تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS