جمهوررئیس محمد اشرف غني نن رسمآ  د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۸:۵۷
دسترخوان ملی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په هغو مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ او  د هیواد لومړۍ مېرمنې ، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو او همداراز والیانو او د مرستندویه سازمانونو استازو هم په کې د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود،د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړو.
لومړی د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، چې  کرونا ویروس په ملي  او نړیواله کچه ستونزې رامنځته کړي، خو د حکومت  د رهبرۍ او عامې روعتیا وزارت په هڅو وضعیت تر کنترول لاندې دی.
د ملي دسترخوان پروګرام له مالي ملاتړ کوونکو څخه یې مننه وکړه او له نړیوالو همکارانو څخه د طبي وسایلو او لا ډيرو بشر دوستانه مرسته غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، چې د ملي دسترخوان برنامه په دوو مرحلو کې عملي کېږي چې په لومړۍ مرحله کې یې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ او  ۱۲۸۹۶ کلي شامل دي، چې لګښت یې ۸۶ ميليونه ډالره کیږي او ۱،۶۷ ميلیونه کورنیو ته به  د اوړه، وریجي ، غوړی، لوبیا او لاس وینځلو صابون په څېر لومړني توکي  وېشل شي.
صالح وویل، دویمه مرحله کې به پاتې  ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلي او ۲.۵ میلیون کورنیو ته وویشل شي، چې  ارزښت یې ۱۵۸ میلیونه  ډالره  او په دواړو پړاونو کې به ۹۰ سلنه خلک تر پوښښ لاندې راولي.
د جمهوررئیس لومړي مرستیال له نړیوالو همکارانو څخه مننه وکړه او زیاته کړه، چې ، د افغانستان دولت،  ټول مدني، ټولنیز او قومي بنسټونه او علماء د دې برنامې د څارنې حق لري.
د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې وویل، چې  بېوزلي او ناچاري زموږ په قاموس کې هغه کلمې دي چې زموږ له دین، احساساتو او وجدان سره خوږې نه لګېږي او ترخې دي.
هغه زیاته کړه، ناچاري یوه پېښه نه، فاجعه ده. مسوول دولت د خپلو خلکو درد جدي بولي، اقدام کوي او واضح کوي چې د ملت او دولت ترمنځ یو ټولنیز تړون موجود دی.
جمهوررئیس وویل، ټولنیز تړون، دیني عقایدو او په ځانګړي ډول د خلفای راشدینو میراث تل موږ ته دا درس راکړی چې باید د خپلو خلکو له درد څخه خبر، مسوول او ځواب ویونکي واوسو. همداراز زموږ په ملي فرهنګ کې زړه سوی، غمشریکي او د نیمې ډوډۍ وېشل، زموږ له ډېرو لوړو ارزښتونو څخه دي.
د هیواد جمهوررئیس وویل: هغه انتخاب مو چې نن کړی، دویم انتخاب دی، په دې معنی چې د شوراګانو او همکارو موسسو له لارې مخکې ځو. نن موږ پخپلو خلکو باور کوو او ملت د دې ظرفیت لري چې پیسې مصرف کړي او حق حقدار ته ورسوي.
محمد اشرف غني زیاته کړه، د حساب ورکولو طریقه معکوسه ده، تر دې وروسته دولت څارنه کوي او خلک به وېشل کوي، که چېرې کومه بې عدالتي وشي، د شکایت لاره پرانېستې ده او د فساد اړوند مسایل به په جدیت سره څارل کيږي او کوونکي به یې سزا ویني.
جمهوررئیس د بین الملي هیوادونو او سازمانونو له همکاریو مننه وکړه وې ویل، د پیسو ډېره برخه د تخنیکي برنامو ده، چې حرکت یې نه درلود او موږ وتوانېدو په هغه کې په سپما دغه کار ترسره کړو.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د افغانستان هر بنسټ د ملي دسترخوان برنامې د څارنې حق لري : موږ غواړو هغه ورځ برابره کړو چې د خپلو هیوادوالو انساني مصئونیت د منابعو د مستقیم لېږد له لارې د ټلیفون شمېرې، ادرس او واضح هویت په وسیله هغوی ته ورسوو او دغه ورځ په خیر راتلونکې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ملي د سترخوان زیاته برخه  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کلیو کې  پلي کيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS