بدخشان کې له ۱۹ اړو کورنیو سره د ۷۱ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي اوغیر خوراکي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۸:۵۷
بدخشان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو له لوري له ۱۹ اړو کورنیو سره د ۷۱ زره افغانيو په ارزښت د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ اړوند د ده بالای یامچیان پراختیایي شورا لخوا د خوراکي او غیر خوراکی توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې اوړه، غنم، غوړي، وریژې، وربشې، مالګه، بوره، تورچای، اورلګیت، صابون، نارینه او ښځینه بوټان او د پخلنځي لوازم (چیني غوري ، گیلاسونه اوقابونه) پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS