د انرژۍ په سکټور کې دوه مهم سندونه نهایي شول

mrrd-admin
Sun, Dec 27 2020 2:49 PM
د انرژۍ په سکټور کې دوه مهم سندونه نهایي شول

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دوامدارې انرژۍ پروګرام (ASERD) لخوا، د انرژۍ په سکتور کې دوه نور سندونه، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په تخنیکي او مالي مرسته او له ښکېلو ادارو سره په ګډه چمتو شوي دي، د مرغومي په ۱ او ۲مه نېټه په دوه ورځيني ورکشاپ کې د انرژۍ سکټور د ښکېلو لوریو له استازو سره شریک او نهایي شول.

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ، د تجدید وړ انرژۍ تجهیزاتو لپاره د ازمایښت او د کیفیت ډاډمنتیا کاري چوکاټ، چې د یادې برنامې له لوري د ستندرد ملي ادارې سره په ګډه چمتو شوی دی، ټولو ګډونوالو سره شریک شو او د ورکشاپ په دوییمه ورځ د افغانستان د کلیو لپاره د تجدیدوړ انرژۍ د ستراتیژۍ لپاره لس کلن د عمل پلان (۱۴۰۰ – ۱۴۱۰)، چې د دوامداره انرژۍ برنامې له لوري چمتو شوی دی، ګډونوالو ته وړاندې شو.

په یاد ورکشاپ کې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې او د افغانستان برښنا شرکت تر څنګ، د ستندرد ملي ادارې، کابل پوهنتون، د انرژۍ اتحادیې غړو، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت، د افغانستان کوچنیو پورونو ټولنې او نورو ښکېلو لوریو استازو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې دواړه سندونه د هېواد ملي سندونو او دوامداره پرمختیايي موخو(SDGs) سره په مطابقت کې چمتو شوي دي او په کلیوالي سیمو کې د انرژۍ خدمتونو او د برښنا کوچنیو پروژو د پلي کولو په برخه کې به ډېر ګټور وي.

Latest news

Mon, May 26 2025 8:19 AM
Background image

175 Development Projects Launched in Parwan Province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has officially commenced 175 development projects in Shinwari and Salang districts of Parwan province, with an estimated investment. . .

Wed, Apr 30 2025 3:22 PM
Background image

A Coordination Meeting Was Held with Representatives of Organizations at the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

A coordination meeting was held today before noon at the Ministry of Rural Rehabilitation and Development, led by the honorable Minister Alhaj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, with. . .

Wed, Apr 30 2025 8:12 AM
Background image

116 Various Development Projects Launched in Maidan Wardak Province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has launched 116 various development projects in the Jaghto district of Maidan Wardak province, with an estimated cost of. . .

BACK TO NEWS