په غزني ولایت کې د اوبو دوه کوچني بندونه (چکډیمونه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په رشیدانو او خوګیانو ولسوالیو کې د څه باندې (۶۸) زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د دوو کوچنیو بندونو (چکډیمونو) د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه کوچني بندونه (۳۳،۱۴ او ۲۴) متره اوږدوالی او (٢،٥) متره لوړوالی لري چې د کار په بهیر کې يې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د یادو بندونو په بشپړېدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطح لوړه وساتل شي.
