په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
Sat, Nov 28 2026 11:04 AM
1

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په اوږدوالي د اسفالټ سړک د جوړولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ پيل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مل پلاوي، د لوګر ولایت د ولایت مرستیال الحاج مولوي محمد یوسف مستري، د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت، یو شمېر نورو مسؤلینو، د نوموړې ولسوالۍ مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په کلیو کې د پراختیايي پروژو د پلې کولو د اهمیت په اړه ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: الحمدالله زمونږ هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی، ټولې پریکړې د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کیږي او د اسلامي امارت مسؤلین د خپل ولس په خدمت کې دي.

د یاد سړک د کار په بهیر کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

Latest news

Mon, Aug 31 2026 7:43 AM
Background image

Coordination meeting held with representatives of institutions by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

A coordination meeting, led by His Excellency Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, was held this morning with representatives of. . .

Sun, May 17 2026 9:01 AM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

Sun, May 10 2026 9:05 AM
Background image

A coordination meeting with representatives of institutions was held by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

The coordination meeting, led by respected Alhaj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, took place this morning with representatives of various. . .

BACK TO NEWS