د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ورلډ ویژن مؤسسې له رئيسې او مل پلاوي سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ورلډ ویژن مؤسسې له رئیسې تمندرې دي سلوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د ورلډ ویژن مؤسسې رئیسې تمندرې دي سلوا د یادې مؤسسې د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: موږ دا خپل مسؤلیت بولو چې افغانستان کې پراختیايي پروژې پلي کړو او ژمنه کوو چې په راتلونکي کې به هم د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په پوره اخلاص کار وکړو.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د ورلډ ویژن مؤسسې رئیسې تمندرې دي سلوا او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په افغانستان کې ستاسو له خدماتو څخه ډیر خوښ یم، کوښښ وکړئ چې پروژې هغو سیمو کې پلي کړي چیرته چې خلک ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو پلي کولو په برخه کې تاسې سره پوره همکار دی.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.
