په سمنګانو کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پُل جوړ شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۵:۲۱
تکمیل کار ساخت یک پایه پل به ارزش ۴.۹ میلیون افغانی در سمنگان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت، حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د لوپان نو او لوپان کهنه کلیو لپاره د ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه پُل ۲۰.۵ متره اوږدوالی او ۳.۷ متره پلنوالی لري. ددې پروژې د کار په بهیر کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۳۳۰۰ کاري ورځې برابرې شوې.

د یادونې وړده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره د سیمه والو ټرانسپورټي ستونزې حل شوې، اوس هغوې کولای شي خپل کرنیز محصولات د خرڅلاو لپاره په ډیرې هوساینې د ولسوالۍ بازار ته ولیږدوي او همدارنګه زده کوونکو ته د ښوونځي او ناروغانو ته روغتون ته په تګ را تګ کې هم لازمي آسانتیاوې برابرې شوېدي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي. . .

BACK TO NEWS