د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د څمکنیو ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او وویل: په تېر وخت کې زموږ ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه ترسره شوې نه ده، ستاسو څخه غوښتنه لرو چې زموږ ولسوالۍ کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړئ ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د څمکنیو ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا د جهاد برکت دی چې زموږ هېواد کې امنیت ټینګ دی، اوس باید موږ د خپل نظام ملاتړ وکړو او په یووالي سره خپل ځوریدلي ولس ته خدمت وکړو.
همداراز محترم وزیر صاحب متوازن انکشاف ته اشاره وکړه او وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خلکو د اړتیاوو او د خپل شته امکاناتو سره سم پراختیايي پروژې پلې کوي او ستاسو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
