کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري په دايکندي ولايت کې د څه باندې (۲۹) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې پيل شوې
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب له لوري د دايکندي ولايت د پاتو ولسوالۍ په وغنير دره کې د څه باندې (۲۹) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو او د دوه لوی پلونه چې يو يې (۲۸) او بل (۲۲) متره اوږدوالي لري، د جوړولو چارې د څه باندې (۷۶) ميليونه افغانيو په لګښت د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.
په ياده غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د دايکندي ولايت والي مولوي نجيب الله رفيع صاحب د ياد ولايت کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس مولوي محمد ادريس شریعت، د پاتو ولسوالۍ ولسوال، امنيه قومندان، د استخباراتو رئيس او یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د دغه سړک د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګر ته د کار زمينه برابره او بشپړيدو سره به يې د نوموړي ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
