په نورستان کې ۵۱۰ متره اوږد اوسپنیز کانکریټي سړک جوړ شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۴:۱۶
په نورستان کې ۵۱۰ متره اوږد اوسپنیز کانکریټي سړک جوړ شو

په نورستان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پارون کې د ۵۱۰ مترو په اوږدوالي اوسپنیز کانکریټي پوخ سړک چې د تطبیق چارې یې له پخوا پیل شوې وې جوړ شو. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۷۹۶۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۲۳۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغې پروژې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړیدي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS