په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو د کيندلو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د ميدان وردګو ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئیس ملا عصمت الله کرامت او يو شمېر نورو مسؤلينو، سپين ږيرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو .

د یادو پروژو د کار په بهیر کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د مرکز او نوموړیو ولسوالیو (۸۰۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل. . .

BACK TO NEWS