په لغمان کې د دوو پروژو د رغونې چارې پيل شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۷:۵
په لغمان کې د دوو پروژو د رغونې چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د لغمان ولایت مرکز اړوند د عمرزیو خیراباد سیمه کې ۳۴۰ مترو فرعي کانګریټي سړک، چې ساختمانونه او د سړک دواړه لورو ته ۱۴۲۵ متره محافظوي دیوال شامل دی د رغونې چارې یې پیل شوې. نوموړې پروژه د اړوندې سیمې محلي پرمختیايي شوراګانو له لوري د یو کال په موده کې رغول کیږې. له رغښت وروسته به د سیمې اوسیدونکو ته د تګ او راتګ پوره اسانتیاوې برابرې شې. او د اړوندې سیمې محلي پرمختیايي شوراګانوته سپارښتنې وشوې، چې د پروژې د رغونې چارې دې د پروپوزل د هوکړه لیک سره سم په ښه کیفیت، کمیت او ټاکلې نيټې سر ته ورسوي. نوموړو شورګانو د پروژې د ښه کیفیت او کمیت په اړوند د پوره اخلاص ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS