د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
1

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري ترسره شوې وې نن د ياد وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب او مل پلاوي له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاده غونډه چې د واخان ولسوالۍ په بروغيل سیمه کې جوړه شوې وه د بدخشان محترم والي مولوي رحمت الله نجیب صاحب، د وزارت د کلیو ودانيزو چارو مرستيال محترم ارسلاح خروټي صاحب، مالي او اداري مرستيال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم صاحب، د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت، مرکزي رئیسانو د واخان ولسوالۍ ولسوال مولوي واجد الدين، علماء کرامو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور صاحب هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل: «نن د خوښۍ ځای دی چې موږ یو مهم او حیاتي سړک پرانیزو. دغه سړک نه یوازې د افغانستان لپاره مهم دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو او منځني ختیځ لپاره هم اقتصادي او ټولنیز اهمیت او ارزښت لري.»

محترم وزیر زیاته کړه: «د دغه سړک جوړول نه یوازې د واخان ولسوالۍ او د  پامیرونو د اوسېدونکو لپاره یې د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي، بلکې په راتلونکي کې به د افغانستان او چین ترمنځ په یوه مهمه او ستره ترانزیټي لاره بدله شي.

د یادونې وړ ده چې واخان د بدخشان هغه ستراتیژیکه سیمه ده چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS