په غور ولایت کې د سړک د کار پیل

noor_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۹
1

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د ۱۰،۶۴۰ کیلو متره سړک کار پیل شو.

دغه سړک د (21,781,860) افغانیو په مجموعي لګښت چې ( ۴۱ پایه پلچک او ۵۰ متر استنادي دیوال) شامل دی، د مرکز فیروزکوه اړوند په بهاري علیا کلي کې په دوو پړاونو کې چې لومړی پړاو يې د (12,034,182) افغانۍ او دوهم پړاو يې د (9,747,678) افغانۍ چې تړون يې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د انسجام ساحوي پروګرام له خوا د بهاري علیا کلي پراختیایي شورا سره لاسلیک شوی. په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله کار یې دریدلی وو، عملا پرانیستل شو او کار يې پیل شو. د یادې پروژې په پلي کولو سره ماهر او غیر ماهر کارګرو لپاره د کار زمینه برابر کیږي او د نوموړې پروژې څخه به (۲۴۰۰۰) کورنۍ برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۲۰:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغوني او پراختیا سرپرست وزیر د کندهار له والي سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کښي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده د کندهار له والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب سره وکتل، چي پرمهال ئې د کلیو د بیارغونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۳:۲
Background image

د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې پرانیست

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او نظارت، د سویډن کمیټې په مالي همکارۍ د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په هزار سموچ کلي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۲۱:۲۱
Background image

په کندهار کې د اوبو د دریو لویو کانالونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار د کلیو د بیا رغونې اوپراختیا وزارت له لوري د ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت درې کانالونه جوړيږي. د دې پروژو په افتتاح يې مراسمو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS