د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر او د نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې ټینګار وکړ او وویل: په هغو سیمو کې د اوبو رسولو پروژو ته اولویت ورکړ شي چیرته چې اړتیا لیدل کیږي. په اوسني حالت کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرامونه باید د کډوالو کمپونو ته لومړیتوب ورکړي ځکه چې د هوا په ګرمېدو سره په دغو کمپونو کې د څښاک پاکې اوبه برابرول د کډوالو په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره ډیر اړین دی

دغه راز محترم وزیر صاحب متوازن انکشاف ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس پلې شي او د همکارو مؤسساتو ترمنځ همغږي پياوړی شي څو له تکراري پروژو څخه ډډه وشي.

همداراز محترم وزیر صاحب د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS