د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
1

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

 د لیدنې په پیل کې په افغانستان کې د یو این ډي پي رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.

ښاغلي سټیفن وویل، د دوی لپاره اړینه دا ده چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو په اساس پروژې طرحه کوي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، دوی به کوښښ وکړي چې د یاد وزارت سره همغږي زیاته او د خپلو همکاریو په دوام سره به نور هم د پروژو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د یو این ډي پي (UNDP)  رئیس ښاغلي سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي او ټینګار يې وکړ چې پروژې باید هغو لرو پرتو سیمو کې پلي شي چیرته چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل تاسې سره همکار دی.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د آغاخان دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د آغاخان دفتر له رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS