د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د سمنګان ولایت له والي سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د سمنګان ولایت والي په یاد ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له اغیزمنو کارونو څخه مننه وکړه او وویل: د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوي او زموږ ولس ورڅخه ګټه پورته کوي چې دا ټول د دغه وزارت د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو پایله ده.

 

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د سمنګان ولایت والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. موږ تل کوښښ کوو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS