د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر او د نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: اوبه هغه عنصر دی چې ټول بشر ورته اړتیا لري او د اوبو پرته ژوند ناشونې ده، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته دنده سپارل شوې ترڅو هېواد ته د بیرته راستانه شویو کډوالو کمپونو کې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي. اوس زموږ مسوولیت دی ترڅو خپل ټول ولس ته په ځانګړي ډول کډوالو ته په ګډه د اوبو رسولو په برخه کې خدمات وړاندې کړو. 

دغه راز محترم وزیر صاحب هېواد کې ډاډمن امنیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه اوس موږ او تاسې کولای شو چې د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړو او د خلکو ستونزې له نږدې وڅارو، د هوارولو په برخه کې يې کوښښ وکړو او هغو لرو پرتو سیمو ته لومړیتوب ورکړو چیرته چې اړتیا لیدل کیږي، معیاري او پر ځای پروژې پلي کړو څو خلک له اسانتیاوو څخه يې برخمن شي. 

همداراز محترم وزیر صاحب د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS