د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د اسلامي هوساینې مؤسسې له عمومي رئیس سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۲۸
1

نن یکشنبه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د اسلامې هوساینې مؤسسې له عمومي رئیس ښاغلې عمیر او مل پلاوي سره وکتل.

د لیدنې په پیل کې د اسلامي هوساینې مؤسسې عمومي رئیس ښاغلې عمیر د خپل دفتر د فعالیتونو په هکله محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل چې مونږ په ۴۰ اسلامي هیوادونو کې فعالیت کوو او زمونږ دفتر د بیارغونې، روغتیا، بشري مرستو، د بې سرپرسته کورنیو او ماشومانو د لاسنیوي په برخه کې کارکوي.

او غواړو په راتلونکې کې د همدې وزارت په لارښوونه د خلکو د اړتیاوو په اساس د بیارغونې پروژې پلې کړو.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د اسلامې هوساینې مؤسسې رئیس ښاغلې عمیر ته ښه راغلاست ووایه او د یاد دفتر د کارونو او فعالیتونو  ستاینه – قدردانې یې وکړه او وویل اوس تاسې کولای شئ چې په امن کې کار وکړئ او د افغانستان اسلامي امارت د مؤسساتو او انجوګانو د طرزالعمل سره سم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړئ.

همداراز خپل کارونه په پوره شفافیت او د هیوادوالو د ضرورت په اساس ترسره کړئ.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

په پکتیا ولایت کې (۲۱۲) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په بیلابیلو کلیو کې د څه باندې (۳۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۶:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي  پکتیکا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۸:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او ڀراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په آبگرمک کلي کې د څه باندې (۵،۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS