د کلیو پراختیا انستیتوت پیژندنه

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټوټ د لومړي ځل لپاره د ګلزار روزنیز مرکز په نامه تاسیس شو، او بیا په 1335 کال کې د کابل په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د هندوستان او نورو بسپنه ورکونکو په مرسته د 55 هکتاره ځمکې کې د کلیوالي پراختیا د مرکز په نوم جوړ شو. د دې مرکز د جوړولو موخه د کلیوالي پرمختیایي پروګرامونو په کلیدي وزارتونو کې د ښکیلو کارکوونکو روزل وو چې  د سردار محمد داوود خان لخوا پرانستل شو.

د روزنیز مرکز د مهمو دندو په منځ کې؛ د لیسانس فارغانو لپاره د تعلیمي پروګرامونو جوړول، د دوی د ټولنیزو کارمندانو په توګه روزنه، د متوسطې فارغانو لپاره تعلیمي پروګرامونو جوړول دی روزنېز مرکز د مهمو دندو څخه و.

په 1352 کال کې دغه روزنیز مرکز د کلیو د پراختیا ملي انسټیټوټ په نامه ونومول شو، چې د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې یې د کلیوالي پراختیا په برخه کې زده کړې او د کلیوالي پرمختیایي پروګرامونو په ارزونه کې یې کار وکړي. په هرصورت، د کورنیو جګړو او وزارتونو په جوړښتونو کې بدلونونو، دا پلانونه تطبیق نشو او په پای کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په مختلفو څانګو ویشل شو.

  دنورو معلوماتو لپاره ، دانستیتوت ویب پاڼی ته څخه لیدنه وکړی

  http://mrrd-aird.gov.af