په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام

mrrd_admin

پېژندنه
RU-Watsip

په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت لخوا په (۲۰۰۳) کال کې جوړ شو. د دغه پروګرام مسؤلیت د څښاک د اوبو، حفظ‌الصحې او نظافت د پروژو لپاره د پالیسۍ، سټراتیژۍ او پلان جوړول، د فعالیتونو همغږي او تطبیقول دي چې د شخصي سکټور، کورنیو نادولتي موسسو (انجوګانو) او د ټولنې د پرمختیايي شوراګانو لکه د کلیو پرمختیايي شورا (CDCs) او د ولسوالۍ د پرمختیايي شورا (DDAs) په مرسته مخته وړل کیږي. د څښاک د اوبو رسولو اصلاح شویو، صحي او پایدارو خدمتونو او د حفظ‌الصحې اصلاح شویو اسانتیاوو ته د لاسرسي او په شخصي، کورنۍ او د ټولنې په کچه د نظافت د غوره چلند له لارې، د اوبو رسولو ملي پروګرام هڅه کوي چې د ناروغیو د خپرېدو او مړینو کچه (په ځانګړې توګه په هغو ماشومانو کې چې له پنځو کلونو څخه کم عمر لري) را ټیټه کړي او د خلکو د اقتصادي تولید په وړتیا او رفاهیت کې ښه والی راولي . په کلیوالي سیمو کې د څښاک پاکو او صحي اوبو او د حفظ‌الصحې اصلاح شویو خدمتونو ته لاسرسی په ټولیزه توګه د انسانانو له ښې روغتیا سره مرسته کوي. د اوبو رسولو ملي پروګرام په هر اړخیزه توګه د هېواد له ټولو غریبو او زیان‌مننونکو خلکو سره مرستې کوي.  

د برنامې موخې

  • • په ۲۰۱۴ کال کې په ورځني ډول ۲۵ لېتره اوبو ته لاسرسی، له ۲۷ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته پورته کول او په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې په ترتیب سره له ۷۰ سلنې څخه ۱۰۰ سلنې ته پورته کول؛ او د روغتیا د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم د څښلو د اوبو د کیفیت ښه کول؛

    • په خلاصه فضا کې د غایطه موادو له ککړتیا څخه د کلیوالو ټولنو/کلیو ۱۰۰ سلنه پاکول او تر ۲۰۲۰ کال پورې د حفظ‌الصحې د خدمتونو ۱۰۰ سلنه پوښښ، او د ټولنې د ځواکمنولو له لارې په۲۰۱۴او ۲۰۱۶کلنو کې په ترتیب سره ۵۰ او ۷۰ سلنه پوښښ:

  • دودیزو روغتیایي مبرزونو ته وده ورکول چې خوندي شي، روغتیایي او په ډاډه توګه وکارول شي؛
  • د کورنیو، مدرسو/ښوونځیو او کتنځیونو (کلینیکونو) د روغتیا ساتنې په موخه د نمونه يي روغتیایي مبرزونو جوړول؛
  • په خوندي توګه د اوبلنو ( مایع) او کلکو ( جامدو) فاضله موادو دفع کول.
  • • د چلند د پایدار بدلون او ددې لپاره چې خلک تل نظافت مراعت کړي؛ په ښوونځیو، کورونو او ټولنو کې د پاکوالي (نظافت) په اړه د روزنیزو پروګرامونو جوړول او د هغوی تعقیب.

د ۲۰۰۳ کال راهیسې د ملي پروګرام عمده لاسته راوړنې

صحي او دوامداره اوبوته د لاسرسي او د حفظ الصحې فعالیتونو او ځان، کورنۍ او ټولنې په کچه د حفظ الصحې د غورو کړنو له لارې، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام (Ru-WatSIP) په پایله کې (۱) د مړینو او د ناروغیو د خپراوي کچه را ټیټیږي( په ځانګړي ډول په هغه کوچنیانو کې، چې له پنځو کلنو څخه ټیټ عمر لري) او (۲) د خلکو په رفاهیت او او تولید کې ښه والي رامنځ ته کیږي.

۱. د اوبو رسولو سرچینې/خدمتونه

  • څه باندې (۲۹،۳۶۴) څاه ګانې چې په هغو کې (۲۹،۱۶۲) برمه څاه ګانې او (۲۰۲) ژورې څاه ګانې شاملې دي او (۸۳۱) شبکې (چې شاوخوا ۶،۱۷۳،۸۰۴ تنه ترې ګټه اخلي).
  • (۱،۹۰۴) د اوبو ذخیرې.
  • د ساده او لویو او پیچلو شبکو سروې او ډیزاین.
  • د اوبو د کیفیت معاینه کول تر څو خلکو ته د پاکو اوبو برابرول ډاډمن شي.

۲. حفظ‌الصحوي آسانتیاوې (د ۲۰۱۳ کال له نیمايي څخه تر دې دمه)

  •   ټولټال (۱۷،۵۰۸) نوي مبرزونه جوړ شوي او (۶۹،۰۳۵) نور اصلاح شوي چې شاوخوا (۶۰۵،۸۰۱) کسان ترې ګټه استفاده کوي.

۳. د پاکوالی (نظافت) تعلیمات

  •    شاوخوا (۹،۴۷۷) نارینه وو او (۱۵،۲۷۴) ښځینه وو ته د پاکوالي په اړه روزنې ورکړل شوې دي
  •    د نظافت تعلیماتو شاوخوا (۳.۹) مېلیون خلک تر پوښښ لاندې راوستي.  

۴. د اوبو او حفظ‌الصحې د پروژو په اړه ځانګړي روزنیز ورکشاپونه

  • په (۲۰۱۶) او (۲۰۱۷) کلونو کې د واش سکټور د بېلا بېلو بنسټونو (۲۴۴) کارکوونکو ته په لاندې برخو کې روزنې ورکړل شوي دي:
  •  د لمري انرژۍ پر مټ او د ځمکې د کشش د قوې پر مټ د چلېدونکو شبکو د سروې او ډیزاین په برخه کې ـ (۲۳ ګډونوال).
  •  د (WATER GEMs, Water CAD) سافټ‌ویرونو په مرسته د لمري انرژۍ او د ځمکې د کشش د قوې پر مټ د چلېدونکو شبکو د ډیزاین پرمختللی روزنیز ورکشاپ ـ (ګډونوال ۶۹ تنه).
  • په بلخ ولایت کې «په بېړنیو حالاتو کې د واش د خدمتونو د برابرولو روزنیز ورکشاپ» ـ (ګډونوال ۲۰ تنه).
  •  د مرکزي زون اړوند کارکوونکو لپاره د اوبو د کیفیت د معاینه کولو روزنیز پروګرام (کابل) (۱۰۹ تنه)؛ لویدیز زون (هرات) – (۱۰ تنه؛ شمالي زون (بلخ) – (۱۳ تنه.  

 

د برنامې ویب سایټ