د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۶:۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي  پکتیکا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یاد ریاست د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي.

ښاغلي اخندزاده صاحب د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي خان محمد احمد د هلو ځلو قدرداني وکړ او ژمنه يې وکړه چې د پکتیکا ولایت د ولسونو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS