په پکتیا ولایت کې (۲۱۲) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۱:۴۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په بیلابیلو کلیو کې د څه باندې (۳۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د (۲۱۲) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د دغه ولایت د والي مرستیال انعام الله صلاح الدين، د پکتیا ولایت د علماوو شورا رئيس صالح محمد فقير صاحب، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي ميرزاجان صادق، یو شمیر نورو مسئوولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې محترم وزیر  صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او ویې ویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ژمن دی څو د شته اسانتیاوو په لرلو سره د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پراختیايي پروژې پلې او عملي کړي.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او رغول، د ويالو پخول، د اوبو لګولو کانالونو او کاریزونو جوړول او پاکول، د اوبو لګولو ساختمانونو، د محافظوي او ګبیوني دیوالونو، پلچکونو او پلونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د مرکز ګردیز د بیلابیلو کلیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS