اداري غونډه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۴۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن د ياد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د کلیو و دانیزو چارو مرستیال مفتی سید احمد مستقیم او مرکزي رئیسانو سره اداري غونډه ترسره شوه.

 په یاده اداري غونډه کې له فتحې څخه مخکې د تضمیناتو، طلباتو او تأمیناتو د مکتوب، عملیاتي پلان، د اداري ریاست د داغمه اجناسو د بیه ټاکلو، د وزارت د شتمنیو د صفايي محصول، مرکز ته د کلیوالي سړک جوړونې ریاست د وسایطو لیږد او له روانو پروژو څخه د څارنې په هکله له ګډونوالو سره خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې د شته ستونزو د هوارولو په اړه د وزارت مقام له خوا لازم هدایات ورکړل شول .

او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

په پکتیا ولایت کې (۲۱۲) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په بیلابیلو کلیو کې د څه باندې (۳۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۶:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي  پکتیکا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۸:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او ڀراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په آبگرمک کلي کې د څه باندې (۵،۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS