د کلیو د بیا رغونی او پراختیا وزارت اړوند ۱۰ بستونو اعلان

mrrd-admin
Sat, Mar 06 2021 12:21 PM

Publish Date

Closing Date

دکلیو بیا رغونی او  پراختیا وزارت د اد اری اصلاحاتو او ملکی خدمتونود کمیسیون  سره په همغږی د کار اهل کار ته د سپارلو په منظور او  د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د موخود د تحقق  ،د سالمی اداری د رامنځته کولو په موخه لاندی (۱۰) د رتب او معاش سیستم بستونه د وړو او په کار پوهه کاندیدانو د ګمارنی په خاطر  آزادی سیالی ته   سپاری .

·        وړ کاندیدان یوازی کولای شی په آنلاین ډول دی لینک ( http://erecruitment.mrrd.gov.af ) ته په مراجعی سره غوښتل شوي اسناد سره د ضمایمو (پیژند پاڼه – تحصیلی اسناد او کاری تجربه) په درخواستی فورمه کی ثبت کړي .  

·        هیره دی نه وي چی  داستخدام د  پړاوونو پایلی د اداری رسمی ایمیل  یا د ټیلیفون له لاری تر لاسه کولای شی . نو اړینه ده چی خپل ایمیل آدرس سره د ټیلیفون شمیری په درخواستی فورمه کی په دقیق ډول ولیکی .

·        ضمیمه شوی  اسناد ( پیژند پاڼه-تحصیلی سند او کاری تجربه ) باید ټول په یو PDF یا یو Zip folder  کی ځای په ځای شوي وي چی حجم یی باید د 5MB څخه زیات نه وي .

·        د آنلاین درخواست په اړه نور معلومات کولای شی خپله په آنلاین  فورمه کی هم ترلاسه کړی .

·        د اعلان د ختم دنیټی څخه وروسته درخواستی فورم نه منل کیږی .

·        د هر بست شرایط  د دندو په لایحه  او لاندینی جدول کی لیکل شوي، هیله ده چی تر ټولو لمړی لارښود ولولی او بیا د لارښود دلارښوونو سره سم درخواست وکړی.

دلاندینیو اسنادو  لیږل اړین دي :

·        تحصیلی سند ( دیپلوم ) چی د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوی وی .

·        دکاری تجربی اسناد

·        که دولتی کارکوونکی یاست خلص سوانح مو چی د صادریدو دنیټی څخه یی شپږ میاشتنی تیری نه وی راولیږی.

·        که چیری په غیر دولتی ادارو او شرکتونو کی مو دنده ترسره کړی وی :- دقرار داد کاپی سره د تصدیق پاڼی چی شرکت یی داړونده دولتی ادارو له خوا تایید یا ثبت او راجستر شوی وی .

© داړتیا په وخت کی کولای شی چی د استخدام دآمریت 0202520219  شمیری سره تماس ونیسی .

Documents

رهنمود و لیست‌ بست‌ها
کارشناس تحلیل رشد متوازن
کارشناس تحلیل اقتصادی سکتور ترانسپورت
کارشناس تحلیل اقتصادی سکتور آبیاری
کارشناس تحلیل اقتصادی سکتور آبرسانی
آمریت تحلیل اقتصادی پروژه ها
آمر تحلیل رشد متوازن
کارشناس تحلیل اقتصادی انرژی قابل تجدید
آمر تحلیل اقتصادی پروژه های صنایع و انرژی روستائی
کارشناس تحلیل اقتصادی تشبثات کوچک