د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۳۲ ميليونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال چارې پیل شوې

mrrd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۵ - ۱۴:۵۹
proImage2233

۱۳۹۸/وری /۱۵

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ۴۲۶۵ متره اوږد استنادي ديوال د بنسټ ډبره چې د ياد وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا جوړ کېږي، کېښوده. د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د سېمې خلکو ته په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ ول، وويل، چې په ياد ديوال نږدې ۱۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي، چې په کاري بهير کې به يې د سېمې خلکو ته ۷۸۵۹ کاري ورځې رامنځته شي او اته زره کورنۍ به ترې ګټه اخلي. ښاغلي کريمي زياته کړه، چې د دې پروژې ارزښت په دې کې دی، چې د سيلاب د اوبو سرعت به کم کړي، زياتې کرنيزې ځمکې او کورونه به د سيلابونو له خطره خوندي کړي، شاړې ځمکې به په کرنيزو ځمکه بدلې کړې او د دې ترڅنګ به د سروبي په بند کې د ريګونو او تېږو د لويدو څخه هم ساتنه وکړي. د يادونې وړ ده، چې د سروبي ولسوالۍ يوه غرنيزه ولسوالۍ ده، چې وخت نا وخت په کې د سيلابونو له وجهي خلکو ته تاوانونو رسيږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

BACK TO NEWS