په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم له خوا ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شبکو د کار په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړیو ولسوالیو (۲۰۷۳۲) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
