د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند مستان قلعه کلي کې د (۲۲) متره ګاډري اوسپني کانکریټي د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-394 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۱۰۵۶۹۸ نمبر جواز لرونکی د پرویز انوري ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۷،۷۹۰،۳۴۲.۶ ( اوه میلیون اوه سوه نوي زره درې سوه دوه څلویښت اعشاریه شپږ افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
