د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي او د یاد ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې مولوي محمد نقیب محمدي او قومي مشرانو په دغه ولایت کې د بېلابېلو پراختیايي پروژو له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلو سیمو شته ستونزې يې وزیر صاحب سره شریکې کړې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د لوګر ولایت د خلکو تیر شل کلن تکلیفونه او ستړیاوې  د افغانستان له اسلامي امارت سره د قدردانۍ وړ دي، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري چې هغو سیمو ته د بيارغونې په برخه کې لومړيتوب ورکړي کوم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته هیڅ کار ندی شوی.

همداراز محترم وزير صاحب وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل امکاناتو سره سم د دغه ولایت د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۳
Background image

د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د ( ۹،۷۹ ) کیلومتره سړک د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په داسي حال چې د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوی محمد قاسم اميني او د لوگر د کلیو د بیارغونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

BACK TO NEWS