د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
د ساختماني شرکتونو د پام وړ!
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو ترڅو د سرپل ولایت د سید آباد ولسوالۍ په تخته آربیا کلي کې د (۴۱۴) متره جغلي اتصالي سړک په شمول د (۱۸) مترو په اوږدوالي د ګاډري اوسپني کانکریټي پُل د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-420 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۳۶۳۴۱ نمبر جواز لرونکی د ظهیرالدین فاریابي ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۶،۸۸۸،۰۸۵ (شپږ میلیون او اته سوه او اته اتیا زره او پنځه اتیا افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر دریو (۵) ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاده شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.
