د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم، د پلان او پالیسي مرستیال محترم مولوي شرف الدین مسلم، مرکزي رئیسانو، د مؤسساتو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل:

د انسانانو ژوند او ارامي په امنیت او آبادۍ پورې تړلی ده د انسانانو لومړنۍ اړتیاوې امنیت او ښه اقتصاد دی د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې دې تاسي امنیت په ټول هېواد کې تأمین کړي او الحمدلله په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او ټولې مؤسسې کولای شي خپلې چارې په ښه ډول پر مخ یوسي.

محترم وزیر صاحب متوازن انکشاف ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس تطبیق شي تر څو هغه پیسې چې هیواد ته راځي په ځای ولګول شي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې له تاسو سره همکار او همغږی دی.

 ورپسې د یاد وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د یادې غونډې د اهمیت په اړه وینا وکړه او وویل:

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت بشپړ چمتووالي لري چې له تاسو سره په ګډه انکشافي پروژې تطبیق کړي موږ او تاسي باید په پوره همغږۍ او تفاهم خپلې دندې تر سره کړو تر څو پروژې پر خپل وخت او ټاکلې موده کې تطبیق شي او له تاسو هیله لرو چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې له موږ سره همکاري وکړئ

د غونډې په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل غونډه د اداري او مالي مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم په دعائیې ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل. . .

BACK TO NEWS