په کندز ولایت کې د بيا راستنېدونکو کډوالو لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو يوې شبکې د بنسټ ډبره کيښودل شوه

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۱۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د بيا راستنېدونکو کډوالو په ښارګوټي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو  یوې شبکې د جوړولو بنسټ ډبره د څه باندې (۳) ميليونه افغانيو په لګښت  د دغه وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا کېښودل شوه.

په دې مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي اسدالله حامد، یو شمیر نورو مسؤولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د (١٣٠) مترو په ژوروالي د یو څاه کيندل، د (٢٢) سولر تختو نښلول او د (٢٠) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې زخیري جوړول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي ښارګوټي (۳۰۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS